خلیلزاد افغانستان او د سیمې هېوادونو ته تازه سفرونه پیل کړي دي

 

 

د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان، قطر او د سیمې هېوادونو ته د سفرونو نوی پړاو پیل کړی ده.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: « د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفرونو نوی پړاو د (غبرګولي ۱۴مې) نېټې څخه پېل کړي دي او په دې سفر کې به له خلیلزاد سره د امریکا د ملي امنیت شورا، د دفاع وزارت او د نړیوالې پراختیايي ادارې غړو څخه جوړ پلاوی ملتیا کوي.»

 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد به په کابل کې د افغان دولت چارواکو، سیاسي مشرانو او د ښځو په ګډون د مدني ټولنې له فعالانو سره لیدنه وکړي، تر څو د سولې په تړاو د هغوی نظرونه واوري او د افغانستان د پرمختګ په تړاو د متحده ایالاتو د ملاتړ او په یو داسې سیاسي هوکړې خبرې وکړي، چې جګړه پای ته ورسوي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې خلیلزاد به په دوحه کې د مذاکراتو دواړه لوري په سیاسي هوکړه کې د احساس وړ پرمختګ لپاره چې د تېرو دوه لسیزو ساتنه وکړي، وهڅوي او همداراز د سیمې له مشرانو سره هم خبرې کوي. د افغانستان د سولې بهیر او د سیمه ایزې او پرمختیايي سوداګري د ظرفیت لوړوالی چې ممکن سوله راولي، هغه موضوعات دي چې خلیلزاد به یې د سیمې هېوادونو له مشرانو سره شریک کړي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو له څو میاشتو راهیسې هېڅ پرمختګ نه ده کړی.

 

په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره دوحې ته تللي دي.