امنیتي ځواکونه له څو اوونیو راهیسې د کندهار په ارغستان کې کلابند دي

 

 

د هیواد په سوېلي ولایتونو په ځانګړې توګه په کندهار ولایت کې د طالب جنګیالیو د بریدونو له پراخوالي سره له دې ولایت څخه راپورونه ښيي، چې د دغو نښتو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت وروسته اوس دوی له څو اوونیو راهیسې د طالب جنګیالیو په محاصره کې دي.
له کندهار څخه یو سرچینې وايي، چې د یاد ولایت د ارغستان ولسوالۍ له سقوط وروسته لسګونه ملي اردو ځواکونه د طالبانو په محاصره کې دي.

 

یو تن نظامي پاسبانان خبري آژانس ته په خبرو کې وویل چې دوی په یاده ولسوالۍ کې د خوراک لپاره خواړه او له طالبانو سره د مخامخ جګړې لپاره کافي تجهیزات نه لري. د عامه امن ځواکونو قوماندان احمد فواد چې د طالبانو په محاصره کې ده، وايي: « موږ ارغستان ته د مرستې په موخه را استول شوي یو، مګر یاده ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ. موږ د خپل ځان د ساتنې لپاره په یاده ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو په پوستو کې ځای پر ځای شوي یو چې له څو اوونیو راهیسې محاصره یو

 

نوموړی زیاتوي، چې دا ځواکونه د طالبانو په سخته محاصره کې ګیر دي او د خوراک لپاره هېڅ هم نه لري. همداراز نوموړی قوماندان خبرداری ورکوي چې که د دوی لپاره ژر تر ژره مرستندویه ځواکونه وانه استول شي، نو په دې پوسته کې ټول محاصره ځواکونه به د طالبانو له خوا ونیول شي او یا به ټول ژوند له لاسه ورکړي.

 

په ورته وخت کې یوه امنیتي سرچینه پاسبانان سره په خبرو کې مني، چې په اوس وخت کې په دې ځواکونو باندې د طالبانو محاصرې فشار کم شوی ده. یادې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پاسبانان ته وویل: « د ارغستان ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو تر ولکې لاندې ده او د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان هم د طالبانو له خوا وژل شوی ده، د دې ولسوالۍ وضعیت ډېر اندېښمن ده. په محاصره نظامیانو باندې د طالبانو فشارونه څو ورځې زیات شوی وو خو په تېره ورځ دا فشار یو څه کم شوی ده.»

 

سرچینه زیاتوي، چې د سرحدي ځواکونو کیمپ د هرې خوا څخه د وسله والو طالبانو لخوا محاصره شوی و او دې ډلې ته د ځمکې ټولې لارې بندې وې.

 

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت د دې سرتیرو د خوشې کولو د هڅو په اړه خبر ورکوي. د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان پاسبانان ته وویل: « د ملي دفاع وزارت چارواکي له دې پیښې پوره خبر دي او ډیر ژر به د کندهار په ارغستان کې د نیول شوي ځواکونو ستونزه حل شي.»

 

په دې وروستیو اونیو کې طالبانو د هیواد په لږ تر لږه ۲۰ ولایتونو کې خپل بریدونه ډیر کړي ترڅو د هیواد ډیرې سیمې ترلاسه کړي. تر دې دمخه د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي وو چې طالبانو په وروستي اونیو کې د حکومت ړنګولو لپاره خپل وروستی نظامي ځواک کارولی دی.