نړیوال بانک د افغان ماشومانو د روزنې او ښوونې په برخه کې ۲۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

افغانستان آغرخیل April 1, 2021 0 Views

نړیوال بانک تازه په تازه په افغانستان کې زده کړې ته د ماشومانو د لاسرسي د زیاتوالي په برخه کې د ۲۵ میلیونو ډالرو مرسته تصویب کړې ده.
دې بانک نن (پنجشنبه د وري ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:« دا مرستې د نړیوالې همکاري برنامې له لوري د زده کړې ورکولو لپاره ورکول کېږي.»
د دې راپور پر بنسټ؛ له دې مالي مرستو څخه څخه به په افغانستان کې ۱۰۰ بابه ښوونځي جوړ شي.
همداراز په خبر پاڼه کې راغلي چې دا مرستې به د ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړې د ودې او زده کړې ته د لاسرسي، د ښوونکي روزنې برنامو ملاتړ او په محلي کچه د زده کړې برنامو کیفیت لوړولو لپاره هم وکارول شي.
د اقرأ پروژه د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا حمایه کیږي، کوم چې د نړۍ بې وزلو هیوادونو لپاره د نړیوال بانک د ګروپ لپاره مالي مرستې برابروي.
همداراز دا پروژه د افغانستان د بیا رغونې د صندوق او د تعلیم لپاره د نړیوال مشارکت لخوا هم ملاتړ کیږي، چې د څو اړخیزه همکارۍ برنامې چې په مخ پر ودې هیوادونو کې د پوهنې سیستمونه پیاوړي کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصاد د ټیټې کچې په ګډون د بېلابېلو عواملو په سبب ګن شمېر ماشومان ښوونځي ته له تللو څخه پاتې دي او په افغانستان کې د ماشومانو شمېر زیاتېږي.
خبریال: عمران فروبلي