وحید مجروح: د نري رنځ ناروغۍ له لامله ۹۸۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

خبریال: محمد نبي کریمي
د نري رنځ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې سره هم مهاله د افغانستان د عامې روغتیا چارواکي وايي، چې په تېر کال کې شاوخوا ۷۳۰۰۰ تنه په نري رنځ اخته شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح نن (چهارشنبه د وري ۴مه) په یوه خبري ناسته کې وویل: « په ۲۰۲۰ میلادي کال کې له ۵۰ زرو څخه زیات په نري رنځ اخته ناروغان په نښه شوي او درملنه یې شوې ده او له دې ډلې څخه یې شاوخوا ۹۸۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی ده.»
ښاغلي مجروح زیاته کړې، چې نری رنځ په نړۍ کې یو له لسو وژونکو ناروغیو څخه ده او ویلي یې دي، چې د دې ورځې د نمانځلو موخه یې په افغانستان کې د نري رنځ له منځه وړل او د نړیوالو شریکانو او روغتیايي کارکوونکو ستایل دي، چې په دې برخه کې یې له افغانستان سره مرسته کړې ده.
هغه همداراز ټینګار کړی چې په افغانستان کې د نري رنځ او کرونا ناروغانو د پېژندلو لپاره د روغتیايي مرکزونو پراختیا، د تشخیصي تګلارو پراختیا او له ټکنالوژي ( جن اکسپرټ) څخه ګټه اخیستنه د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت په یوه خبر پاڼه کې د دې وزارت او په کابل کې د امریکا سفارت ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک خبر ورکړی ده. د دې هوکړه لیک پر بنسټ چې د وحید مجروح او په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس ویلسن له خوا لاسلیک شوې ده، امریکا د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د راتلونکو پنځه کالو لپاره مالي او تخنیکي مرسته کوي.
د عامې روغتیا وزارت د متحده ایالاتو په ګډون د نړیوالو روغتیايي شریکانو له مرستو څخه د مننې تر څنګ ژمنه کړې، چې د امریکا مالي مرستې به اړمنو ولایتونو، ولسوالیو او کلو او بانډو ته په عادلانه ډول ووېشي.
د مارچ ۲۴مه هر کال په ټوله نړۍ کې د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې ورځ نمانځل کېږي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سږ کال دا ورځ په « وخت په تېرېدو ده، راځئ چې د نري رنځ هر ناروغ ته رسیده ګي وکړو» شعار باندې ونمانځله.