Hurting others among people

ولې ځينې خلک د نورو د زورولو په هڅه کې وي؟

لیکواله: آزاده خبریاله فرشته محبوبي
ژباړن: محمد یاسین سعادت

ارواه پوهان وايي: کله کله انسانان د نورو له مینې، درناوي او صمیمیت څخه ستړي کېږي.
یعنې ویلی شو، چې د داسې څیزونو هضم، چې دا ډله خلک یې د خپل ځان له لوري په نورو نه مصرفوي؛ حیرانوونکی او سخت ده.
بحث!
مدني فعاله حمیرا کاکړ وايي: «بدې خاطرې که وغواړې یا و نه غواړې؛ نه هېرېدونکي دي. زه هم له خپلو دوستانو او ملګرو څخه ډېرې خوږې او ترخې خاطرې لرم. کله کله په نه همغږي سره انسانان په ډېرې آسانۍ سره د نورو زړونه له لاسه ورکوي، خو کله، چې د موضوع عمق ته لاړ شي، نو پوهېږي، چې اصل کیسه بل ډول ده؛ هغه وخت بیا هر څه له منځه تللي وي، یعنې موږ بېرته پخوانی انسان نه یو!»
د ټولنې یو بل غړی جمشېد پوپلزی وايي: «زه خپله پوهېږم، چې یو بد خویه انسان یم، کله چې غصه شم نو خوله مې له کنټرول څخه وځي خو کله چې بېرته آرامه شم، نو بیا په خپل کړي کار پښېمانه کېږم.
پوهېږم چې په دې کار سره مې ډېر خلک له ځان څخه خفه کړي دي. په ټوله کې انسانان له یو بل سره توپیر کوي، موږ دا ټاکنه نه کوو، چې باید دا ډول و اوسو. کله چې اندونه، څېره او بدني جوړښت توپیر کوي، نو مالومه ده چې خویونه هم توپیر کوي.»
د بد خويي پایلې!
څېړونکي وايي؛ خلک نه پوهېږي، چې بد خوی او بدې کړنې د انسان په روحیه باندې څومره بد اغېز کوي.
په حقیقت کې ویلی شو، چې نن سبا د نورو زورول په ټولنه کې یو دود ګرځېدلی ده.
کله، چې په خپله ژبه د خپل یو خوږ ملګري زړه ازاروو، مقابل کس د ډېرې مودې لپاره روحي زیان ویني، چې په دې آزارولو سره مو نه یواځې دا چې خپل حیثیت کم کړی، بلکې خپل موقف مو هم خراب کړی ده. همدا ده، چې نور نو موږ پخوانی انسان نه یو پاتې او نه باید له داسې کس څخه د پخوا په څېر د انسان کېدو تمه ولرو.
د یو انسان رفتار او کردار د انسانانو په برخلیک باندې بنسټيز اغېز لري. لکه څنګه، چې ښه خوی او ښه کار انسان لوړې درجې ته رسوي، همدارنګه بد خویي انسان له خاورو سره خاورې کوي.
کوم کسان نور خلک زوروي؟
ټولنپوه فاروق فاروقي وايي: یو انسان تر هغه وخت پورې بل کس نه پېژني، چې مجبور نه شي.
د ژوند پېښې مخکې له مخکې چا ته خبرتیا نه ورکوي، نو انسانان د هرې هغې پېښې پر وړاندې ځان کمزوري ګڼي، چې په خپله اراده یې نه شي ترسره کولی. هر وخت باید له نورو څخه د خوږ ژبي والي تمه و نه کړو؛ مګر تل داسې نه ده؛ داسې انسانان هم شته، چې هېڅکله یې هم د ټولنيز اوسېدلو کتاب نه ده مطالعه کړی.
که د بنی آدام په ذات کې ډېره کمه بې عزتي، بد خويي، ښکنځلې کول او تیاره فکر کول هم موجود وي نو هيڅوک به د هغه په بدلولو باندې و نه توانېږي.
دا ټولنپوهان په دې باور دي، چې هغه انسانان، چې د خپلې ژبې په واسطه نورو ته زیان رسوي، د هغوی پر وړاندې داسې کسان پیدا کېږي، چې هغوی ته ډېره مینه ورکوي او پر وړاندې یې تل هڅه کوي، چې بښنې ته لومړیتوب ورکړي، مګر هېڅکله هم باید بښنه د یو چا مسؤولیت و نه ګڼو.
څو کلیدي دلیلونه:
۱- ځکه، چې نور کسان د بریالیتوب په اوج کې نه شو لیدلای.
۲- ځکه، چې د ژوند له کمښتونو څخه مو عقده اخیستې.
۳- ځکه، چې د نورو کسانو مینه او درناوی زموږ لپاره سخت تمامېږي.
۴- ځکه، چې موږ په ژوند کې د وروسته والي احساس کوو او تل خپل ځان له نورو سره پرتله کوو.
۵- ځکه، چې د ماشومتوب دوره مو د والدینو په جنګ او دعوو کې تېره کړې ده او له بد خويي سره عادت یو.
۶- ځکه، چې لوړه پوهه او منطق نه لرو او له انساني حقوقو څخه نا خبره یو.
۷- ځکه، چې په ټولنه کې زموږ موقف بدل شوی ده. په عامه اصطلاح ځان مو ورک کړی ده.
۸- ځکه، چې د یو څه وخت لپاره مو له ښه اوسېدو څخه بې حده ماتې خوړلې.
۹- ځکه، چې له مقابل شخص سره لېونۍ مینه لرو او د خپل مال په اړه په فکر کولو سره ځان د هر کار او هرې کړنې حقدار بولو.
۱۰- ځکه، چې د ژوند بد حالت ته په کتو خپل کنټرول له لاسه ورکوو.
حل لاره!
څېړونکو ویلي: موږ په ټولنه کې له دوه ډلو خلکو سره مخ کېږو؛ خوږ ژبو او تند خویه خلکو سره.
که خوږ ژبو خلکو ته پام وکړو نو ګورو، چې په خپله خوږه ژبه یې یوه لویه ټولنه جوړه کړې ده او په ورته وخت کې که د بد خویه خلکو شاوخوا ته وګورو نو یواځې د هماغه شخص څخه پرته بل څوک نه وینو.
ځینې په دې باور دي، چې موږ د ټول هېواد د خلکو په نسبت روزل شوي کسان یو. په هغه ټولنه کې، چې موږ یې لرو؛ ژوند کوو، غټېږو، نو ذهنیتونه د جګړې، تاوتریخوالي، د کور، پوهنتون او دندې د چاپېریال بې عزتي او په ټوله کې د ټولنې د اصلاح لپاره باید څه وکړو؟
په ځواب کې باید ووایو، چې هر نسل د خپلې ټولنې او چاپېریال د اصلاح او سمونې لپاره مکلف دی، چې د ژوند له هغې طریقې څخه کار واخلي، چې ټولنه له تباهي او بد خويي او ګډوډي څخه ساتي!

پایله!
د انسان زړه کله کله له تېږې څخه سختېږي، چې د ډېرو موضوعاتو په اړه چوپ پاتې کېږي او کله هم دومره مینه ناک کېږي، چې د خلکو ډېرې سترې تېروتنې بښي. مګر باید ووایو، چې دا ډول مینه ناک انسانان د ټولو پر وړاندې یو شان نه دي.
د هغو کسانو لپاره، چې ډېر پام ورته لري؛ حساس دي او د هغوی د تمو په نسبت ډېر څه ته ذنن کې ځای ورکوي، ځکه چې مینه ورسره لري. د هغوی وړې او لویې تېروتنې نا لیدلې نیسي، خو که یو ځل یې زړه مات شي بیا نو هېڅکله نه را ګرځي، په مخ ځي او حتی یو ځل شاته هم ګوري.