د ولسمشر لومړي مرستیال نن سهار د شپږ نیمو بجو په غوڼډه کې وویل، چې ټاکل شوې کابل به د پلازمېنې په کچه د سل میلیونو ډالرو په ارزښت په امنیتي کمرو سمبال شي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن (چهارشنبه د مرغومي ۱۷مه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:«د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۸م کال کې په کابل منظمې امنیتي کمرې نصب شوې، اوس چې ټکنالوژي خورا زیات پرمختګ کړی ده، نو باید کابل له پخوا څخه ښه، له پخوا څخه پټ او په پرمختللې ټکنالوژي سره د امنیتي کمرو تر پوښښ لاندې راشي.»
ښاغلي صالح ویلي:«دا پلان چې له سل میلیونو امریکايي ډالرو څخه زیات لګښت لري، د افغانستان د متحدینو په مرسته او غوڅ ملاتړ سره به عملي شي.»
همداراز صالح زیاته کړې:«د غلو او ترهګرو لپاره به ځای تنګ شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي څارونکې کمرې د نړۍ د هیوادونو د ژوند یو له ځانګړتیاوو څخه دي، په ښارونو او عمومي مرکزونو کې د پولیسو او امنیتي مرکزونو له خوا له پرمختللیو سیستمونو څخه ګټه اخیستنه او د څارونکو او امنیتي کمرو ډېروالی په ښارونو کې د جنایتونو او جرمونو د کموالي لامل کېږي.
په عامه ځایونو کې د نظارت کمرو شتون به زموږ د عامه ځایونو په برخه کې کوچني مګر ژور بدلونونه راولي؛ کله چې ښاریان د چارواکو لخوا وڅارل شي یا پوهه شي چې ممکن دوی په هر وخت کې وڅارل شي ، دوی ډیر ځان خبر او لږ فعال کیږي ، کوم چې په ښار کې به د تروریستي او جنایی پیښو شمیر کم کړي.