لیکوال: رحمت الله نبیل
پاړه چنار او تري منګل د ډېرو افغانانو لپاره نا آشنا نومونه دي.
د لوګر ولایت “ازره” ولسوالۍ چې د افغانستان یوه له ستراتیژیکو ولسوالیو څخه ده، دا ولسوالۍ د ډيورند کرښې ها خوا پاړه چنار او تري منګل ته د تګ راتګ لارې له درلودو سربېره د ننګرهار ولایت له حصارک او شېرزادو، د پکتیا ولایت له ځاځي آریوب، د لوګر ولایت له خوشي او محمد آغې او همدارنګه د کابل ولایت له سروبي او خاکجبار سره هم نښتې ده. ازره ولسوالۍ یوه غرنۍ سیمه ده او سختې او پېچلې درې لري.
لکه څنګه چې خبر یاستئ ازره ولسوالۍ څو وخته مخکې په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولوېده او اوس سلګونه بهرني ترهګر او طالب جنګیالي هم په دې ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي دي.
دا ولسوالۍ له ذکر شویو ولسوالیو سره د نښلېدو سربېره د کابل- ننګرها او کابل ولایت شاوخوا سیمو ته د طالبانو لپاره یوه ښه اکمالاتي لار ده.
پاړه چنار، تري منګل، ګوَۍ، لکړې، رویدار خوړ او سپین خوړ له ازرې ولسوالۍ سره او له هغه ځایه د ببر، بزرګانه، کږې ویالې او قطاره کوتل سیمې له لارې د کابل ولایت خاکجبار ولسوالۍ غزګي سیمې ته لار لري.
د لوګر د ازرې ولسوالۍ له سقوط وروسته طالبانو د پاکستاني نظامیانو په مرسته دوه عرادې بلدوزرونه مؤظف کړي دي او د ازرې او خاکجبار د غزګي سیمې ترمنځ د سړک جوړولو چارې یې په چټکۍ سره روانې کړي دي او اوس دا بلدوزرونه د بزرګانې او قطاره کوتل ترمنځ په وچکۍ سیمه کې کار کوي. د مالوماتو پر بنسټ، طالبان د دې سړک په جوړولو سره لاندې موخو ته رسېدل غواړي؛
لومړی: د خاکجبار ولسوالۍ د لوړو سیمو نیول او په کابل ښار په ځانګړې توګه هوايي ډګر باندې د راکټونو د توغولو دستګاه ځای پر ځای کول.
دویم: د کابل ښار د محاصرې او په هوايي ډګر باندې د راکټي توغندیو د ګواښونو په موخه د خاکجبار له لارې له ده سبز/ کوه صافي، سروبي، بګرامي او موسهي ولسوالیو سره نښلېدل.
درېیم: د خاکجبار تر غزګي پورې د یاد سړک د بشپړېدو وروسته د هایلکس (پیک اپ) موټر په واسطه د پاړه چنار او خاکجبار ترمنځ په شاوخوا ۴ ساعتونو کې د یاد واټن وهل چې دا واټن به د موټر سایکل په واسطه ممکن لنډ شي.
درنو مسؤولینو!
سره له دې چې د طالبانو د بلدوزرونو د کار او د یاد سړک د پراخولو په اړه مې ځینو مسؤولینو ته خبر ورکړی ده؛ مګر له بده مرغه چې د موضوع حساسیت ته دقت نه ده شوی او د سړک رغنیزې چارې په چټکۍ سره دوام لري.
ومې غوښتل چې یو ځل بیا له دې لارې ستاسو د اطلاع او د خلکو د مرستې د جلبولو لپاره خبر درکړم.
بې له شکه چې د افغانستان دښمنان هڅه کوي، چې خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي، مګر په هغه صورت کې چې موږ هغوی ته وخت ور نه کړو، هېڅ هم نه شي کولی. مګر که د تېر په څېر بې پروا او غافل و اوسو نو “پاړه چنار به له پل محمود خان سره ونښلوي.”