پنټاګون د طالبانو له خوا د کندهار پر هوايي ډګر باندې د توغندیو د توغولو په تړاو غبرکون ښودلی

 

د طالبانو له خوا د کندهار پر هوايي دګر باندې د توغندیو له توغولو وروسته اوس د امزیکا د دفاع وزارت له طالبانو غوښتي، چې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.
د راپورونو پر بنسټ، یوه ورځ مخکې طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر باندې توغندي وتوغول چې پکې زیات شمېر مالي زیانونه واوښتل. ویل کېږي، چې دا توغندي پر هغه ځای توغول شوي وو، چې هلته امریکايي ځواکونو شتون درلوده.
له دې پېښې وروسته د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی شاید د سولې په خبرو اترو باندې منفي اغېز وکړي.
که څه هم په دې پېښه کې چا ته زیان نه ده اوښتی، مګر ویل کېږي چې د کندهار په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو د تأسیساتو ځينې برخې زیانمنې شوې دي.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د یاد برید مسؤولیت په غاړه اخیستی. دې ډلې په خپله خبر پاڼه کې ټینګار کړی چې دا توغندي یې د کندهار په ارغنداب او ژړۍ ولسوالۍ باندې د امریکايي ځواکونو د هوايي برید په ځواب کې توغولي دي.
دا راپورنه په داسې حال کې خپرېږي، چې د اسوشیېټېډ پرس خبري آژانس د راپور پر حواله، تمه کېږي چې ډېر ژر به د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان څخه د خپلو پاتې ټولو سرتېرو د وتلو وروستۍ پرېکړه رسنیزه کړي.
همداراز دغې باوري رسني لیکلي، چې د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتېرو وتل د ځينو تخنیکي او لوجیستیکي ستونزو له لامله ناشوني دي، نو په همدې سبب بایډن پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې د امریکایانو د شتون موده وغځوي.
د دې راپور له خپرېدلو سره هم مهاله په اوسني موسم کې د طالبانو له خوا د ډله ایزو بریدونو د زیاتوالي اندېښنې زیاتې شوي دي. په ورته وخت کې ناټو ته یوې نږدې سرچینې پاسبانان ته ویلي چې ممکن له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو په تړاو به پراخ بدلونونه رامنځته شي.